عمري قول اردو کې ۵۲۹ عرادې پوځي وسایط جوړ شوي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په ۲۱۷ عمري قول اردو کې ۵۲۹ عرادې بېلابېل ډوله پوځي وسایط او ۳۸ميله مختلف النوع اسلحې ترمیم شوې دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په یادو وسایطو کې ۵۰زغره وال هاموي ټانګونه، ۸ضربتي ټانګونه، ۶۳ اِنټرنېشنل موټرونه، ۳۱۶رنجر، ۶فورکلفت او نور بېلابېل غيري زرهي وسايط شامل دي.
دفاع وزارت همداراز ویلي، چې په ترمیم شویو اسلحو کې، يو میل SPG9، يو ميل ٨٢ توپ، يو ميل روسي دهشکه، ۴ ميله زيو ام 23، څلور میله 249- (AKM)، ۱۲ ميله کلاشینکوف، ١٦ میله (M16) او ګڼې نورې اسلحې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته لسګونه زره پوځي وسایط او وسلې بیا ترمیم شوې دي، هغه چې تېرې ادارې پر مهال خراب شوي وو.