بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سبا چین ته ځي

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سبا چین ته ځي سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ایران کې د خپل سفر تر پای ته رسولو وروسته د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره سبا سه شنبه بیجینګ ته سفر کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د یادو شویو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به دې درې اړخیزه ناسته کې د سیمه ییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

که څه هم تر اوسه اسلامي امارت چین ته د ښاغلي متقي د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزیر سره کتنه کې نوموړي ته چین ته د سفر بلنه ورکړې وه، چې افغان لوري هم منلې وه.

تړلي موضوعات