د ايران او امریکا ترمنځ لومړى پړاو خبرې پاى ته رسېدلې دي

د ايران او امریکا ترمنځ لومړى پړاو خبرې پاى ته رسېدلې دي نړۍ
د عمان په کوربتوب د ایران او امریکا ترمنځ خبرې

د عمان بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ترمنځ نامخامخ خبرې اترې پای ته رسېدلې دي.

د ايران صدا او سیما خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغو خبرو پر مهال د عباس عراقچي او ويتکاف ترمنځ د ايران اټومي پروګرام او پر دغه هېواد د بنديزونو لرې کولو په اړه د خپلو حکومتونو دريځونه شريک کړي دي. 

د راپورونو له مخې دواړو لوريو راتلونکې اونۍ کې د خبرو دويم پړاو پر پيل ټينګار کړى. 

تر دې خبرو وروسته امریکايي پلاوي مشر سټيو ويتکاف ويلي، ايراني لوري سره يې رغوونکې خبرې درلودې او دغه خبرې به د اپرېل په ١٩مه بېرته پيل شي. 

بلخوا د عمان بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعيدي ويلي، د دواړو لوريو ترمنځ خبرې د ليدلورو شريکولو او سيمې او نړۍ کې امنیت او ثبات ټينګېدو په موخه دوستانه فضا کې ترسره شوې. 

نوموړي په خپله اېکس پاڼه ليکلي، دې برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره به کار وکړي. 

د یادونې ده، د ايران اټومي پروګرام پر سر خبرې د عمان په منځګړیتوب دوام لري، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ ګواښ کړى و که خبرې کومه پايله ور نه کړي دوى به په بريد لاس پورې کړي؛ هغه چې ایران هم ورته توند غبرګون ښودلی و.

تړلي موضوعات