د واشنګټن په مشوره پر غزې د اسرائیلو وحشيانه بریدونو ته نړیوال غبرګونونه
شاوخوا ۱۰۰ اسرائیلي الوتکو نن سه شنبه سهار په سیمه ییز وخت ۳ بجې پر غزې تړانګه د بریدونو تازه څپه کې تر ۸۰۰ زیاتو فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې بمباریو د مرګ ژوبلې په اړه عربي رسنیو وویل، چې د نږدې ۴۰۰ شهیدانو له ډلې څه باندې ۱۰۰ تنه یې ماشومان دي.
له نړۍ غبرګونونو کې د اسرائیلو له لوري نني هوایي بریدونه د صهیونېست رژیم ناکامه دریځ بلل شوی.
د افغانستان اسلامي امارت پر غزې تړانګه د اسرائیلي اشغالګر رژیم وروستي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.
حماس جهادي غورځنګ چې پر غزه کې واکمن دي په خپل غبرګون کې ویلي، اسرائیلي اشغالګرو د اوربند تړون لغوه کړ او له خپلو مکلفیتونو یې تېښته وکړه.
د حماس بیانیه کې زیاته شوې، چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د جګړې بیا پیل به غزه کې د پاتې اسرائیلي بندیانو د اعدام د حکم صادرېدل دي.
د دغه غورځنګ چارواکو ټینګار کړی، چې حماس د تړون د پړاوونو بشپړولو ته لېواله وه او اوس هم لېواله ده، خو نتنیاهو د خپلو شخصي ګټو او له کړکېچونو د خلاصون لپاره له دې تړون سره مخالفت وکړ.
د اسرائیلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز ویلي، تر هغې به بریدونو ته د پای ټکی کېنږدي څو یې ټول جنګي اهداف نه وي ترلاسه کړي.
په ورته مهال سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې ویلي، چې اسرائیلو دغه بریدونه د ټرمپ ادارې سره په مشوره ترسره کړي دي.
هاخوا د اسرائیلي بندیانو کورنۍ وايي، د اسرائیلو لوري د بریدونو پرېکړه ښیي چې د حکومت موخه یې غزه کې د پاتې بندیانو پرېښودل دي او له حکومت یې غوښتي چې ولې د اوربند غځېدو څخه په شا شو؟
بلخوا یمن کې حوثیانو د غزې د ننیو بریدونو په غبرګون کې ژمنه کړې، چې د فلسطین وګړي به د صهیونېستانو وحشت ته یوازې نه وي بلکې دوی به یې د مقابلې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د اسرائیلو له لوري وروستي بریدونو غبرګون کې د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ یا (PIJ) صهیونېست رژیم د اوربند د غځېدو په مخنیوي تورن کړی دی.
په ورته مهال چین او ترکیې هېوادونو هم د اسرائیلي اشغالګرو تازه بریدونه غندلي او د دې بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه یې کړې.
په همدې مهال په واشنګټن کې مېشته شورا (CAIR) چې امریکا کې د مسلمانانو د مدني حقوقو سازمان چارې کنټرولي وايي، د اسرائیلو له لوري د نسل وژنې وحشتناک بریدونه د زغم وړ نه دي.
د یادونې وړ ده چې غزه کې د اوربند لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته نن سه شنبه یو ځل بیا اسرائیلو په غزې تړانګې پراخ بریدونه پیل کړل چې د ۴۰۰زیاتو شهیدانو سربېره له ۴۰۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.