نورستان کې ۱۱ زره هکټاره څړځایونه بیارغول شوي دي

نورستان کې ۱۱ زره هکټاره څړځایونه بیارغول شوي دي افغانستان
د افغانستان نورستان ولایت

د نورستان والي قاري زین العابدین ویلي، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یاد ولایت بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې ۱۱زره هکټاره څړ ځایونه چې د واورو او سېلابونو له کبله له منځه تللي وو بیرته رغول شوي دي.

ښاغلي زین العابدین ویلي، د مالچرونو د بډاینې په موخه یې ۹ مټریک ټنه للمي رشقه هم کرلې.

نوموړي ویلي، د دې ترڅنګ یې د اوبو حوزونه جوړ کړي او ۲۵زره مالدارانو ته یې مرکز او ولسوالیو کې حیواني خوراکي توکي هم وېشلي دي.

د یادونې ده، چې د نورستان ولایتي ادارې او کرنې ریاست په ګډو هڅو د مالچرو او ځنګلونو ساتنې تر څنګ ۲۵۰۰ هکټاره نور ځنګلونه هم رغول شوي دي.

تړلي موضوعات