ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوې

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوې افغانستان
ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوې

په هېواد کې د کورنیو او قومونو ترمنځ د شخړو حل پر دوام تازه ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ۶۲ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.

په ختیځ زون کې د حریت راډيو خبریال په خپل چمتو کړي راپور کې ویلي، دغه دښمني چې د محمد کتاب، ډاکتر روح الله او بل لوري عقل محمد او سلطان ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځ ته شوې وه د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ مسئولينو، قومي مخورو او علماء کرامو په منځګړيتوب په دوستۍ بدله او ورته د پای ټکی کېښودل شو.

د راپور له مخې د دواړو کورنيو له غړو ژمنه اخيستل شوې، چې په راتلونکې کې به پر یو بل هيڅ ډول تيری نه کوي.

همدا راز پرېکړه شوې چې د تیري په صورت کې له شوې پرېکړي سرغړونکی له سيمې ویستل کيږي، ملکيت به يې ضبط او قوم له لوري به هر ډول اړيکې ورسره پرې کیږي.

له بل لوري د دواړو کورنيو مشرانو هم په خپلو تېرو کړنو پښیماني ښودلې او ژمنه يې کړې، چې له دې وروسته به په سوله او پخلاينه کې ژوند کوي.

تړلي موضوعات