د پاکستان سیند ایالت له دولتي ګودامونو ۱۷۰ زره بورۍ غنم غلا شوي!

د پاکستان سیند ایالت له دولتي ګودامونو ۱۷۰ زره بورۍ غنم غلا شوي! سیمه
انځور ارشیف

پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د سیند ایالت له حکومتي ګودامونو ۱۷۰ زره بورۍ غنم غلا شوي دي.

خبر کې د سرچینو په حواله ویل شوي، چې د ورک شویو ۱۷۰ زره بوریو غنمو په تړاو یې څلور تنه د خوراکي توکو څارونکي تورن شوي دي.

سرچینه وايي، د اړوندو ارګانونو له لوري دغه تورن شویو څلور تنو ته ۱۴ ورځې موده ورکړل شوې چې په لیکلي ډول د ورک شویو غنمو په اړه معلومات ورکړي که چېرې ځواب یې د قناعت وړ نه وي له دندو به ګوښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د سختو ناامنیو ترڅنګ په هغه هېواد کې ګڼې نورې ستونزې هم مخ پر زیاتېدو دي چې شنونکو یې څو ځله په دې ټینګار کړی دی چې حکومتي چارواکي د دې پر ځای چې قانون پلي کړي په سیاست کې یې ځان ښکېل کړی دی.

تړلي موضوعات