د کرېکټ اتلانو جام سیالۍ نن پاکستان کې پیلېږي
د کرېکټ اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالۍ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ نن پاکستان کې د نیوزیلنډ او پاکستان لوبډلو په لوبه پیلېږي.
د دغو سیالیو په A ګروپ کې د پاکستان، بنګله دېش، نیوزیلنډ او هند لوبډلې سره لوبېږي او B ګروپ کې د افغانستان، سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا لوبډلې برخه لري.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې به نن چهارشنبه ۱۲:۳۰ دقیقې د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
د یادونې ده، چې د کرېکټ اتلانو جام سیالۍ دغه پړاو د متحده عربي اماراتو او پاکستان په ګډ کوربتوب ترسره کېږي.