کابل کې د انسان تښتونکو شپږ کسیزه ډله نیول شوې
د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار اوومې امنیتي حوزه کې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتونکو شپږ کسیزه ډله نیولې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دغو عملیاتو کې دوه تنه چې د پروان ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ اوسېدونکي دي له انسان تښتونکو ژغورل شوي.
ښاغلي قانع ویلي، دغه کسان څه موده وړاندې ایران کې تښتول شوي وو او انسان تښتونکو یې د پرېښودو په بدل کې د هغوی له کورنۍ د ۱۵۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.
د نوموړي په خبره، نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونو تېرو درېیو کلونو کې د انسان تښتونکو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د انسان تښتونکو ګڼ بانډونه له منځه وړل شوي دي.