د افغانستان بانک رئیس د سایبري امنیت کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی
د افغانستان بانک رئیس نور احمد اغا او ورسره مل پلاوي د اورال ټولنې له لوري په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړېوال کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې فدراسیون یکاترینبورک ښار ته تللی.
دغه کنفرانس چې د فبروې له ۱۹مې تر ۲۱مې به دوام وکړي د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکټور استازي، متخصصین او څېړونکي په کې برخه اخلي.
دغې کنفرانس کې به ګډونوال د مالي امنیت، عصري بانکوالۍ سیستمونو، د سایبري ګواښونو پر ضد د موثرو تدابیرو او د مقاومت ځواک لوړول، ډیجیټل بانکوالۍ ساتنې او نوو ټکنالوژیو د امنیتي چوکاټ پر پراختیا بحثونه وشي.
د افغانستان بانک دې کنفرانس کې ګډون د سایبري امنیت د نوې پوهې ترلاسه کولو کې مهمه موقع بللې، چې د هېواد بانکي سکټور به د نړېوالو تجربو او نظرونو د همکارۍ لپاره فرصتونه هم برابر کړي.