هرات کې یوه ښځه له نهه کلن کورني زندان څخه وژغورل شوه

هرات کې یوه ښځه له نهه کلن کورني زندان څخه وژغورل شوه افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، چې محتسبینو یې په هرات ولایت کې یوه مېرمن چې د خپل خاوند لخوا له نهو کلونو را پدېخوا کورني زندان کې بندي وه، ژغورلې ده. 

دغه وزارت وایي، چې ژغورل شوې مېرمن د هرات په پشتکوه ولسوالۍ کې بندي وه او خاوند یې محکمې ته ور پېژندل شوی دی. 

د یادونې ده، چې د افغانستان امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ښځو حقوقو ساتنې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې څو مېرمنې له کورني زندان څخه ژغورلې دي.

تړلي موضوعات