ا.ا خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره له هیڅ ډول هڅو درېغ نه کوي

ا.ا خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره له هیڅ ډول هڅو درېغ نه کوي افغانستان
ا.ا خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره له هیڅ ډول هڅو درېغ نه کوي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کندز ولایت له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د سرتاسري امنیت ټینګښت او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره له هیڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

ښاغلي حنفي له دې لیدنه کې ویلي، د کندز ولایت د علماوو او مجاهدینو وړاندیزونو ته به د امکاناتو په چوکاټ کې رسیدګي وکړي.

دغو علماوو او مجاهدینو د اسلامي امارت له رهبري څخه ټولو برخو په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې او همداراز د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د مدارسو، د تعلیم او تربیې مرکزونو او دارالایتامونو جوړولو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات