تاجکستان کې ۳۰ تنه له داعش سره د اړیکو له کبله په بند محکوم شوي
تاجکستان کې یوې محکمې تازه له داعشي خوارجو سره د اړیکو په تور ۳۰تنه له ۸ څخه تر ۲۰ کلونو بند محکوم کړي دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، دغو کسانو تېر کال هڅه کړې وه، چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې په ځینو مراسمو کې د ګډون کوونکو په ډوډۍ کې مسموم کوونکي توکي واچوي.
د تاجکستان قضایي چارواکو ویلي، د نیول شویو کسانو ۱۰ تنه نور ملګري تر تعقیب لاندې دي.
دغه کسانو وروسته له هغې له داعش سره د همکارۍ په تور محکومیږي، چې تر دې وړاندې تاجکستاني وګړو مسکو ته څېرمه یوه صالون کې د ډزو پر مهال ۱۴۵تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل او په خپلو اعترافونو کې یې ویلي و، چې له داعش سره یو ځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ټینګار کړی، چې پاکستان او تاجکستان په سیمه کې د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره له داعش سره مرسته کوي او د دې ډلې لپاره یې ښوونیز مرکزونه، مالي امکانات او بشري قوه برابره کړې.