د افغانستان او مالیزیا د کرنیزو تولیداتو د سوداګرۍ په پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان او مالیزیا د کرنیزو تولیداتو د سوداګرۍ په پراختیا خبرې وشوې سوداګرۍ او اقتصاد
مالیزیا کې د افغانستان سفیر د مالیزیا کرنې بازار موندنې رئیس سره کتنه کې

په مالیزیا کې د ا.ا.ا سفارت خبر ورکړی، چې افغان سفیر نقیب الله احمدي د دې هېواد د کرنې وزارت اړوند د زراعتي بازار موندنې فدرالي ادارې له عمومي رئيس آمین الدین ذولکفلي سره کتلي دي 

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د کرنیزو تولیداتو په برخه کې د سوداګرۍ په پراختیا د خبرو ترڅنګ په مالیزیا کې افغان تازه او وچو مېوو ته پر بازارموندنې هم بحث شوی دی.

ښاغلي ذولکفلي ویلي، لېواله دي ترڅو افغاني تولیدات په ځانګړي ډول وچه او تازه مېوه، چې ښه کیفیت لري مالیزیا کې ښه بازار ومومي او له افغانستان سره په دې برخه کې سوداګریز تعاملات رامنځته شي

 د یادونې ده، چې د مالیزیا د کرنې وزارت اړوند دغه اداره د مالیزیا د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د همغږۍ ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې هم د اسانتیاوو برابرولو مسؤلیت لري.

تړلي موضوعات