يوولس ولايتونو کې ١٤٠ چيک ډېمونه جوړېږي
د اوبو او انرژي وزارت وايي، د هېواد په ١١ ولايتونو کې د٤٢٠ ميليونه افغانيو په ارزښت ١٤٠ چيک ډېمونه جوړېږي، چې له دې ډلې يې د ٧٣ د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوي دي.
د اوبو او انرژي وزارت په ايکس پاڼه ويلي، دغه چيک ډېمونه په هېواد کې د اوبو د بحران مديريت، د موسمي سيلابونو مديريت او کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړتیا او د سیلابونو او وچکالیو زيانونو د کموالي په موخه جوړېږي.
ياد وزارت زياته کړې، له ډلې د ٧ پروژو چارې بشپړې شوې، د ٣٣ نورو دوام لري او د پاتي ٣٣ نورو تدارکاتي چارې جريان لرې، چې ډېر ژر به يې عملي کارونه پیل شي.
د ىادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به په هېواد کې له وچکالي سره د مبارزې، د اوبيزو سرچينو د مدیریت او پياوړتيا په برخه کې رغنده رول ولري.