کابل کې یو بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع حریت راډيو ته وویل، چې د کور او ښار جوړولو وزارت په دروازه کې یو بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې او بریدګر د وزارت ساتوونکو لخوا له منځه وړل شوی.
ښاغلی قانع وايي، چې بریدګر ځان پسې چاودېدونکي توکي تړلي و، چې له ویشتل کېدو وروسته یې چاودنه کړې او دې چاودنه کې یوه تن ژوند بایللی او درې تنه نور ټپیان دي.