خپلو اتباعو ته د امریکا خبرداری؛ اسلام اباد کې د فیصل جومات شاوخوا مه ګرځئ

خپلو اتباعو ته د امریکا خبرداری؛ اسلام اباد کې د فیصل جومات شاوخوا مه ګرځئ سیمه
پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته

اسلام اباد کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته توصیه کړې چې فیصل جومات شاوخوا دې نه ګرځي. 

اسلام اباد کې د امریکا سفارت په خپله وېبپاڼه پرون چهارشنبه خپلو اتباعو ته د خبرداري په ډول ویلي، هلته امنیتي ګواښونه شته.

په اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو سفارت تر بلې خبرتیا پورې خپل کارکوونکي دغه جومات شاوخوا ته له ورتګ څخه منع کړي دي.

د امریکا سفارت داسې مهال دا خبرداری خپور کړی، چې څو ورځې وړاندې یوه کس د فیصل جومات مخې ته د پاکستاني طالبانو تحریک بیرغ ښکاره کړی او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او  په پوځیانو یې هره ورځ وسلوال بریدونه ترسره کیږي.

تړلي موضوعات