ځېنې هېوادونه د ا.ا او نړۍ ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کولو هڅې کوي

ځېنې هېوادونه د ا.ا او نړۍ ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کولو هڅې کوي سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې د پاکستان استازي څرګندونو ته په غبرګون ویلي، یو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت او نړېوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ فضار رامنځته کړي. 

بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې د پاکستاني استازي هغه ادعاوې هم بې بنسټه بلل شوي چې ګنې له افغان خاورې د سیمې هېوادونه له احتمالي ګواښ سره مخ دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نورو هېوادونو ته هیڅ ډول ګواښ نشته او افغانستان کې د ځینو امنیتي پېښو عاملین د ډیورنډ له بلې غاړي راغلي دي.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، یو شمېر هېوادونه د سیاستونو، امنیت او اقتصادي ودې د اصلاح لپاره د هڅو پر ځای د افغانستان د بې ثباته ښودلو په لټه کې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، له څو لسیزو وروسته افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی او د ناکامو هڅو سره سره بیا هم هیڅوک نه شي کولی د افغانستان د اقتصادي ودې مخه ونیسي.

تړلي موضوعات