د روسیې او اوکراین ترمنځ بندیان تبادله شول
د روسیې ټي آر ټي رسنۍ راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د اوکراین او روسيې ترمنځ بندیان تبادله شول.
د راپور له مخې د بندیانو په دغې تبادله کې د ۲۴۸تنه روسي سرتيري د اوکراین او ۲۳۰ تنه اوکرایني سرتيري چې ملکیان هم پکي شامل دي د روسیې له لوري اوکراین ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د ۲۰۲۲کال په فبرورې میاشت کې له دې کبله په اوکراین برید وکړ چې په ناټو کې د دې هېواد د غړیتوب مخنیوی وکړي، چې دوه کاله کېږي د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه دوام لري.