د اسرائیلي اشغالګرو پر قوه برید؛ په لومړي ځل له اسرائیلو بندیان ازاد شوي
د حمـ. اس جهادي غورځنګ خبر ورکړی، چې د دوی پوځي څانګې القـ.سام ځواکونو په غزه کې په يوې اسرائيلي قوې بريد کړی چې په پایله کې يې ياده قوه له منځه وړې او يو شمېر فلسطيني بنديان يې ازاد کړي.
دا په غزه کې د روانې جګړې په لړ کې لومړی ځل دی چې د فلسطين جهادي ډلې د اسرائيلي پوځ له منګولو څخه بنديان ازادوي.
ياد بنديان د غزې په تراړه کې د اسرائيلي وحشي رژيم د پوځ لخوا نيول شوي وو چې زياتره يې ولسي وګړي دي.
لا تر اوسه د ازادو شويو بنديانو او وژل شويو اسرائيلي عسکرو شمېر نه دی په ډاګه شوی.
الجزيرې او العربي الجديد تلوېزونونو د حماس څخه را نقل کړي چې القسام ډلې دا بريد د غزې شمال لوري ته په بيت لاهيا سيمه کې ترسره کړی.
دیادونې وړ ده، چې القسـ.ام ځواکونو په ياد بريد کې د وژل شويو اسرائيلي اشغالګرو عسکرو وسلې هم غنيمت کړې دي.