سږ کال د پنبې حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

سږ کال د پنبې حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري راټول شوې شېمرې ښیي، چې سږ کال د هېواد له ۱۵ ولایتونو د پنبې ۱۵۹ زره مټریک ټنه حاصلات را ټول شوي.

د یادې ادارې شمېرې ښيي چې تر ټولو زیاته پنبه له هلمند، کندهار، بلخ، جوزجان او ننګرهار راټوله شوې چې د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاته ده.

دافغانستان پنبه دا مهال په نړیوالو بازارنو کې ښه قېمت لري او یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او دانې یې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

تړلي موضوعات