له ریاض وروسته انقره؛ الجولاني نن ترکیې ته ځي
ترکي رسنیو ویلي، د سوریې نوي دولت مشر احمد الشرع الجولاني نن سه شنبه انقرې ته سفر کوي.
انادولو ترکي اژانس د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو مرکز رئيس فخرالدین آلتون په حواله ویلي، احمد الشرع د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوي.
آلتون ترکیې ته د الجولاني د سفر په حواله ویلي، دغه سفر به د داوړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
یاده دې وي، چې احمد الشرع الجولاني د تېرې یکشنبې په ورځ لومړی سفر سعودي عربستان ته کړی او هلته یې د سوریې اقتصادي ستونزو د حل سربېره سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت په تړاو د سعودي عربستان له چارواکو سره خبرې کړي.