هلمند کې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۳۹ تنه پولیس فارغ شول
کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې خبر ورکوي، چې په هملند ولایت کې د ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په اتمه دوره کې ۴۳۹ تنه پولیس فارغ شوي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دغو پولیسو کې د هلمند او نیمروز ولایتونو اړوند سرتېري له اسلامي، عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي تر څو د پولیسو د ظرفیت لوړونې په موخه ټولو مجاهدینو ته په ښوونیزو او رونیزو مرکزونو کې مسلکي زده کړې ورکړي.