شانګهای سازمان کې دې د افغانستان څوکۍ بیرته ورکړل شي

شانګهای سازمان کې دې د افغانستان څوکۍ بیرته ورکړل شي سیاست
چین کې د افغانستان سفیر د شانګهای سازمان غونډې ته

چین کې د افغانستان سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵ کال انلاین محصول او د شانډونګ د پرمختللي تجارت په نوم پرانېست غونډې ته خبرو کې یاد سازمان کې د افغانستان د ناظر په توګه د غړیتوب د بیرته احیا غوښتنه کړې.

 

چین کې د افغانستان سفارت ویلي، بلال کریمي په خبرو کې د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو سره د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او کلتوري اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا یادونه کړې.

 

ښاغلي کریمي د یاد سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د لېږد رالېږد پر اهمیت او همکارۍ ترڅنګ چین ته د افغانستان د زراعتي محصولاتو او صنعتي تولیداتو د صادرولو پر وړاندې په پرتو خنډونو لرې کولو، چین کې افغاني تولیداتو او محصولاتو لپاره نندارتونونو کې غرفو ورکولو، بندرونو او ټرانسپورټي شبکو برخو کې د پراختیا او اسانتیاوو غوښتنه هم کړې.

 

نوموړي د دې غونډې په څنډه کې د یاد سازمان د عمومي منشي له مرستیال او نورو مشرانو سره انفرادي لیدنې هم کړې دي.

تړلي موضوعات