د دفاع وزارت او د حکومت د رسنیو مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست او د ریاست الوزارء د دفتر ریاست د ستراتیژیکو او عامه چارو معاونیت د حکومت د رسنیو مرکز ریاست سره د موجوده ظرفیتونو د مسلکي کولو او لازیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړی.
یاد وزارت پر خپله اېکس خواله رسنۍ کاږلي، چې د دې هوکړه لیک له مخې به د دواړو ارګانونو ترمنځ نه یوازې دا چې همکاري پیاوړې شي، بلکې معلوماتي وړتیا به هم ورسره زیاته شي.
له بل لوري د حکومت د رسنيو مرکز رئیس مراسمو کې د دفاع وزارت سره په رسنیزه برخه کې همکاري دولت او ملت ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره يو ارزښتناک ګام بللی.
د سرچینې په خبره ، چې د دې هوکړې په واسطه به د دفاع وزارت او د رسنیو مرکز ترمنځ د عامه پوهاوي یوه بله دروازه پرانستل شي، چې وروسته به دواړوه لوري د تطبیق او نوښت مسئولیت یوه کمیټه هم جوړه کړي.