بلخ کې د ۱۰ چیک ډېمونو جوړولو چارې پیل شوې

بلخ کې د ۱۰ چیک ډېمونو جوړولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
بلخ کې د ۱۰ چیک ډېمونو جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وزیر ملامحمد یونس اخندزاده بلخ ولایت ته خپل سفر کې ویلي، چې د دې ولایت ۸ ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو ۱۰ چیک ډېمونه جوړیږي.

د وزارت له لوري خپاره شوي خبر کې راغلي، دغه چیک ډېمونه چې د بلخ ولایت په البرز، شولګرې، زارع، چمتال، نهرشاهي، چهارکنت، مارمل او دهدادي ولسوالیو کې جوړیږي ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې له ډلې یې د ۱۳میلیونه افغانیو په ارزښت په البرز ولسوالۍ کې د ۳ کوچنیو چیک ډېمونو د جوړولو چارې عملآ پیل شوې دي .

دا په داسې حال کې ده چې د رئیس الوزراء د لارښوونې او فرمان په اساس د کلیو بیارغونې او پراختیا، د اوبو او انرژۍ او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو له لوري د هېواد ګوټ ګوټ کې د اوبو زېرمه کولو لپاره ۴۲۰ واړه بندونه جوړېږي.

یاد بندونه د سیلابونو، بارانونو او د واورو اوبو مدیریت او کنټرول، د ځکمې لاندې اوبو پیاوړتیا او همدارنګه هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه جوړېږي.

تړلي موضوعات