د افغانستان او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو اویایمه کلیزه ونمانځل شوه
د بهرنیو چارو وزارت ستوري ماڼۍ کې د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو ۷۰ یمه کلیزه د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ونمانځل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي، کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ، ډیپلوماتانو، افغان او چینايي سوداگرو ګډون کړی وو.
شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستا او چین اړیکې مثبتې وبللې په خبره، افغانستان او چین د دوو ګاونډیو او دوست هېوادونو په توګه هیڅکله هم د سرحدي ترېنګلتیاوو شاهد نه دي.
دې غونډه کې د افغانستان او چین چارواکو کابل او بیجینګ ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د یادونې ده، چې د افغانستان او چین دولتونو ترمنځ ډپیلوماټیکي اړیکې د ۱۹۵۵ کال د جنوري په ۲۰مه نېټه د دوستۍ، متقابل احترام او مشترکو ګټو په چوکاټ کې پیل شوې.