هرات زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د څه د باندې ۲۰۰ کورونو جوړولو چارې دوام لري

هرات زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د څه د باندې ۲۰۰ کورونو جوړولو چارې دوام لري بیارغونه او پراختیا
هرات زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د څه د باندې ۲۰۰ کورونو جوړولو چارې دوام لري

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکوي، چې هرات کې یې د کور او ښار جوړولو ریاست رئیس عبدالله اکبري وایي،چې انجنیرانو یې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د (۲۲۰) کورونو جوړولو له چارو څارنه او ارزونه کړې.

خبر کې راځي ، یاد کورونه چې د عزیزي خیریه بنسټ له لوري جوړېږي او د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ریاست یې څارنه کوي، چې تر بشپړېدو وروسته به په وړیا ډول پر زلزله ځپلو هېوادوالو ووېشل شي.

عبدالله اکبري زیاتوي، د یادو کورونو رغنیزې چارې تر ډېره بریده سرته رسېدلي، چې ځینې نورو باندې یې کار روان دی او د بشپړېدو په صورت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د سرچینې په خبره ، چې  د کور او ښار جوړلو  وزارت مسئولیت لري ترڅو هېوادوالو ته په معیاري ډول کورونه جوړ کړي ، چې دې برخه کې یې خپلو هڅو ته دوام هم ورکړی دی.

تړلي موضوعات