د احمدشاه بابا کور رغنیزې چارې به نږدې راتلونکې کې بشپړې شي

د احمدشاه بابا کور رغنیزې چارې به نږدې راتلونکې کې بشپړې شي افغانستان
کندهار کې د احمدشاه بابا کور رغنیزې چارې

د  اطلاعات او کلتور وزارت په خپله اېکس پاڼه نن دوشنبه ویلي، د دغه وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د احمدشا بابا د کور له رغنیزو چارو لیدنه وکړه او په وینا یې چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

 

وزارت د نوموړي له قوله ویلي، د احمدشاه بابا کور د افغانستان له تاریخي آبداتو ګڼل کیږي چې دا مهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

 

ښاغلي خیرخواه زیاته کړې، تاریخي آبدات او کلتوري میراثونه د ملتونو هویت څرګندوي او ساتنه یې د افغانانو دنده او مسؤلیت دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره تاریخي آبداتو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

تړلي موضوعات