تېرو دوو ورځو کې ۶۶ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو را خلاص شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تازه یې د پاکستان له زندانونو ۲۱ تنه افغانان ازد او بېرته یې هېواد ته راستانه کړي دي.
یاد وزارت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو په اساس ویلي، دغه شمېر بندیان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له کبله له یوې تر درېیو میاشتو پورې پاکستان کې بندیان وو.
د کډوالو وزارت تېره ورځ هم د پاکستان له بندخونو د ۴۵بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی و.
د وزارت د معلوماتو له مخې دغه بندیان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د قانوني اسنادو د نشتون له کبله نیول شوي وو، چې له ۳ څخه ۱۵ ورځو پورې حاجي کمپ کې بندیان وو.
د سرچینې په خبره، نیول شويو افغانانو سره هېواد ته تر راستنېدو وروسته د همکارو بنسټونو له لوري مرسته هم شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه کړې، هغه چاره چې د اسلامي امارت په ګډون یې د نړېوالو بنسټونو غبرګون راپارولی او د پاکستان دغه کړنه یې انساني کرامت ته بې احترامي او د نړېوالو اصولو خلاف بللې ده.