ا.ا به هېوادوالو ته د کاري فرصتونو ایجاد او لویو پروژو تطبیق برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي

ا.ا به هېوادوالو ته د کاري فرصتونو ایجاد او لویو پروژو تطبیق برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي بیارغونه او پراختیا
ا.ا به هېوادوالو ته د کاري فرصتونو ایجاد او لویو پروژو تطبیق برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل والي ملا امین الله عبید سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت هېوادووالو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او لویو پروژو پلي کولو هڅې کوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې اداي مرستیال د کابل والي کړنې او لاسته راوړنې ستایلې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت رهبري به هیوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ د څښاک اوبو کمبود ستونزې حل او د لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره زیاتې هڅې وکړي.

خبرپانې زیاته کړې، چې ښاغلي حنفي ویلي، سیمه يیز مسؤلین د امنیت د تامین او ټولنیزې هوساینې رامنځته کولو مکلفیت لري باید په دې برخه کې لا هڅاند واوسي.

د کابل والي محترم الحاج ملا امین الله عبید هم د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې  د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کولو پر مهال د ا.ا له رهبرۍ غوښتي، چې د کابل ښاریانو د څښاک اوبو کمبود ستونزې پر حل سربېره د هیواد ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو برخه کې د لویو پراختیایي پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.

تړلي موضوعات