بلاروس افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخوي

بلاروس افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخوي   سوداګرۍ او اقتصاد
د بلاروس صنایع وزارت مرستیال د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره کتنه کې

د بلاروس جمهوریت د صنایع وزارت معین کازینتاسو اندرو د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، د بلاروس استازي افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې غوښتنه کړې.

 

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر بېلانس ټینګار کړی دی.

 

دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او تجارتي بېلانس، ګډو نندارتونونو، سوداګریز کنفرانس او سوداګریزو ناستو هوکړه کړې.

 

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال افغانستان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سربېره د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.

تړلي موضوعات