افغانانو ته د وېزو ورکړې لپاره د اماراتو تخنیکي ټيم کابل ته راځي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې حریت راډیو ته ویلي، چې د متحده عربي اماراتو دغه تخنیکي ټیم به د افغانستان اړوند ارګانونو سره له نږدې کار او خبرې اترې وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې د اماراتو تخنیکي ټیم به له افغان لوري سره په داسې یو میکانیزم کار وکړي، چې افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې برابرې شي.
د سرچینې په خبره، امارات افغانستان ته د وېزو په ورکړه کې ستونزه لري او دې برخه کې رامنځته شوي خنډونه به ژر حل شي.
متحده عربي امارات داسې مهال افغانانو ته د وېزو د ورکړې لپاره خپل تخنیکي ټیم کابل ته استوي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو چارواکو سره کتنه کې افغانانو ته د وېزو د ورکړې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او اماراتي چارواکو هم دې برخه کې ډاډ ورکړ.