ولایتي ریاستونو ته د پېژندپاڼو د اصلاحي خدمتونو بشپړ صلاحیتونه ورکړل شول
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه یې د کاغذي او برېښنایي پېژندپاڼو کې د اصلاحي خدمتونو ځیني اړین صلاحیتونه خپلو ولایتي ریاستونو ته متوجه کړي.
د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع ویلي، په همدې تړاو له ولایتي ریاستونو سره یې انلاین غونډه کې دغه پرېکړه کړې.
نوموړي ویلي، ولایتي ریاستونو ته د صلاحیتونو له ورکړې یې موخه د هېوادوالو ستونزې حل او د هغوی له سرګردانۍ او وخت ضایع کېدو مخنیوی دی.
دې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس عبدالظاهر حاجي ادریس ولایتي رئیسانو ته په خطاب کې ویلي، ټولې چارې دې په بشپړې روڼتیا، صداقت او خپلواک ډول ترسره کړي.
په دغو صلاحیتونو کې په عین شهرت له یوې د زیاتې تذکرې لغوه کول، د عمر اصلاح، نوم بدلول، د املایې تېروتنو اصلاح، د تخلص درج، حذف او یا اصلاح، د مختاړي او وروستاړي اضافه کولو یا لرې کول، د الکټرونیکي تذکرې وېش او نور متفرقه موارد شامل دي.
د احصایې او معلوماتو اداره وروسته له هغې دغه پرېکړه کوې، چې ترې وړاندې هېوادوال اړ وو په خپلو پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو لپاره کابل کې اړوند ادارو ته مراجعه وکړي، خو دا چاره هغوی ته ډېره ګرانه پرېوته.