اسلامي امارت د امریکا له لوري میلیاردونو ډالرو مرستې ادعا رد کړه
د افغانستان اسلامي امارت د امریکا منتخب ولسمشر هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، امریکا « طالبانو» اسلامي امارت ته میلیاردونه ډالر مرستې لېږلې دي.
اسلامي امارت د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې رد کړې او ناسمې یې بللې دي.
اسلامي امارت ټرمپ ته ویلي، چې امریکا اسلامي امارت سره یو ډالر مرسته نه ده کړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې اسلامي امارت له امریکا د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم غوښتنه کړې په خبره یې، هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي د امریکا هغه مصارف دي، چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکایي اشغالګرو پر تېښته او وتلو مصرف شوې دي او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې چې له دوی سره یو ځای له افغانستان څخه وتښتېدل.
نوموړي غوښتنه کړې، امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي ځکه چې د افغانستان د خلکو هیڅ درد یې نه دی دوا کړي.
ښاغلي فطرت همداراز زیاته کړې، چې افغانستان ته د مرستو په نوم راغلې پيسې امریکا د افغانستان په نوم بیرته د خپلو موخو د ترسره کولو لپاره مصرف کړې دي او له دې لارې هڅه کوي د اسلامي امارت پر وړاندې پروپاګند وشي.
داپه داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، چې له افغانستان سره مرستې ورته د منلو نه دي.