چین کې زلزله؛ تر دې مهاله ۱۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چین کې زلزله؛ تر دې مهاله ۱۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې سیمه
چین کې د زلزلې له کبله اوښتي زیانونه

چینا ډیلي ورځپاڼې خبر ورکړی، دغې زلزله کې ۵۳ تنه وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان دي.

 

د چین زلزلې مرکز د راپور له مخې د ریختر په کچه  ۶.۸ درجې دا زلزله د شیګاتسه دینګري ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې لس کیلومتره په ژوروالي شوې ده.

 

ویل کېږي د زلزې له کبله د دې هېواد بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او په ځینو سیمو کې برېښنا او مخابراتي اړیکې هم پرې شوې دي.

تړلي موضوعات