د بهرنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی

د بهرنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی سیاست
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته تللی.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغان پلاوی به د دې سفر پر مهال د اماراتو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو پراختیا او ګڼو نور موضوعاتو خبرې وکړي.

 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوي هم متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و او له اماراتي چارواکو سره یې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې وې.

تړلي موضوعات