د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا انرژي لېږد پروژې د رغولو چارې ۷۳ سلنه بشپړې شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د پلخمري له الوان دښتې بیا د کابل ارغندۍ سب سټېشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي لیږد چارې ۷۳ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغې پروژې په بشپړېدو به ۱۲ ولایتونو ته برېښنا ولېږدول شي، چې دا مهال یې د فونډېشن، پایو لګولو، مزو غځولو چارې روانې دي.
دغه پروژه چې د پلخمري له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سب سټیشن پورې غځېدلې ۲۳۸ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د کارونو په بشپړېدو سره به یې د کابل، بغلان، پروان، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته په منظم ډول برېښنا برابره شي.