د کابل نوي ښار کې یو ستر روغتیایي کمپلیکس جوړیږي

 د کابل نوي ښار کې یو ستر روغتیایي کمپلیکس جوړیږي بیارغونه او پراختیا
د کابل نوي ښار کې یو ستر روغتیایي کمپلیکس جوړیږي

یوتن پانګوال غواړي چې  کابل نوي ښار کې په ۴۵جریبه ځمکه کې یو ستر روغتیايي کمپلیکس جوړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د دې وزارت له شیخ حمدالله نعماني سره په لیدنه کې د غلام صدیق وحیدیار په نوم پانګوال د وزارت په اډانه کې د پانګونې او پراختیا په اړه خبرې کړې دي او غوښتنه یې کړې، چې د کابل نوي ښار کې د یو ستر روغتیايي کمپلیکس لپاره ورته ۴۵جریبه ځمکه په واک کې ورکړي.

په دې روغتیايي کمپلیکس کې خدماتي، روزنیزه او هستوګنیزه ساحې شاملې دي چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار او خدمت کولو زمینه هم برابره شي.

د کور او ښارجوړولو وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې شیخ حمدالله نعماني له یاد یاد پانګوال مننه کړې ، چې هېواد کې پانګونې کوي او ډاډ یې ورکړی، چې د یادې چارې ترسره کولو په موخه به ورسره هراړخیزه همکاري وکړي.

د وزیر په خبره، چې د یو پروپوزل چمتو کېدو او عامې روغتیا وزارت سره تر شریکېدو او رضایت وروسته به یې د عملي چارو پیلولو په موخه اقدامات هم ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په نوي ښار کې د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې او یو شمېر پانګوالو په دې ښار کې په بېلابېلو برخو کې د پانګوې خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات