اسلام آباد کې افغان کډوال په زور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي

اسلام آباد کې افغان کډوال په زور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي سیمه
پاکستان کې مېشت افغان کډوال

انادولو ترکي اژانس په راپور کې وایي، د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د پولیسو له لوري کور په کور تلاشي پیل شوې او ګڼ شمېر کډوال په زور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

 

سرچینې ویلي، د کډوالو نیولو په موخه د پولیسو پلټنې د پلازمېنې اړوند بهارکو «بي ۱۷» او «اف ۱۸» سیمو کې پیل شوې.

 

اژانس وايي، دغه پلټنې د پاکستاني چارواکو په امر پیل شوې او د دغه هېواد پولیسو هغه کډوال هم نیولي چې د ویزو تمدید ته منتظر و.

 

پاکستان وخت ناوخت افغان کډوال د افغان حکومت پر ضد د فشار د یوې وسېلې په توګه کاروي، خو تر اوسه دوی نه دي توانېدلي چې خپل فرمایشات پر افغانستان اسلامي امارت ومني.

تړلي موضوعات