پاکستان د واخان پر ځینو برخو د بریدونو اوازې رد کړې

پاکستان د واخان پر ځینو برخو د بریدونو اوازې رد کړې سیاست
انځور ډیزاین حریت راډیو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان واخان باندې د دې هېواد پوځیانو د برید اوازې رد کړې دي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوچ دغو اوازو ته په غبرګون کې ټینګار کړی، چې پاکستان د افغانستان په ګډون ګاونډیانو سره د ډیپلوماسي او اړیکو ساتلو ته ژمن دی.

 

دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي، چې ځینو پاکستاني استخباراتي کړیو دې وروستیو کې داسې اوازې خپرولې چې ګواکې پاکستاني ملېشو د واخان په ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

 

خو تر دې وړاندې د افغانستان ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې واخان د «افغانستان سر» بللی او ویلي یې دي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هر ډول شرایطو کې ترې دفاع وکړي.

 

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو تر بریدونو وروسته افغان ځواکونو پاکستان ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او د لومړي ځل لپاره یې ډیورڼد فرضي کرښې هغې بلې غاړې ته د شریرو کړیو او ملاتړو مرکزونه یې په نښه کړل.

تړلي موضوعات