د هېواد ۱۲ ولایتونو کې ۱۴ نیمه کاره سړې خونې فعالېږي

د هېواد ۱۲ ولایتونو کې ۱۴ نیمه کاره سړې خونې فعالېږي بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د درول شویو سړو خونو د فعالولو کمېټې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هېواد ۱۲ ولایتونو کې ۱۴ نیمه کاره سړې خونې دې بیرته فعاله شي.

 

دې ناسته کې د شته سرچینو او ظرفیتونو او د دې سړو خونو د فعالو لپاره په غوره لارو چارو خبرې شوې او د تخنیکي او حقوقي کارونو لپاره یې تخنیکي ټیم هم ګمارل شوی دی.

 

دغه سړې خونې داسې مهال بیرته فعالیږي، چې دا مهال د هېواد کرنیز محصولات د نامناسبو شرایطو له کبله ډېر کله له منځه ځي، چې تر ټولو زیات زیان یې بزګرانو ته رسېږي.

تړلي موضوعات