پنجشېر کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پروژې بشپړې شوې

پنجشېر کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پروژې بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
پنجشېر کې پلي شوې پروژې

د اوبو او انرژۍ وزارت نن چهارشنبې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، ددغه وزارت په مالي لګښت په پنجشېر ولایت کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

سرچینه زیاتوي، دغه پروژې د پنجشېر ولایت په شتل، رخه او دره ولسوالیو کې چې استنادي دېوالونه او ځېنې نورې پروژې پکې شاملې وې د ۲۰ میلیونه ۴۴۸ زره افغانیو په لګښت بشپړې شوې.

 

یاد وزارت د پنجشېر ولایت مسئولینو له قوله ویلي، د دغو پروژو د کار پر مهال ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې له بشپړېدو سره یې سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ خوندي شوه.

 

یاده دې وي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول افغانستان په ځانګړي توګه پنجشېر ولایت کې د شاوخوا درې کلونو په اوږدو کې ګڼې پروژې پلي شوې، چې ځايي اوسېدونکو لپاره یې په کرنیزو او نورو برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

تړلي موضوعات