پاکستانیان د نړېوالې بې باورۍ په اوج کې؛ زرګونه پاسپورټونه یې بلاک شوي دي
پاکستاني رسنیو تازه د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، ایران د پاکستانيانو څه باندې ۱۰ زره پاسپورتونه بلاک کړي دي.
د دُنیا په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ۱۰ زره ۵۰ تنو پاکستاني اتباعو پاسپورټونه ایراني چارواکو د قاچاق، غیر قانوني استوګنې، افراطیت او نشه یي توکو کارونې په تور د ۵ او ۷ کلونو لپاره بلاک کړي.
دا یواځې ایران نه دی چې د پاکستاني وګړو د غیري قانوني کړنو له امله یې د دوی پاسپورټونه بلاک کړي دي، متحده عربي اماراتو هم د ۲۴۷۰ تنه پاکستانيانو چې د نشه یي توکو په کارونه او لېږد کې یې لاس درلود، پاسپورتونه بلاک کړل.
سرچینې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۵۰۰ زیات پاکستاني اتباع له عراق څخه هم اېستل شوي چې په راتلونکې کې به یې پاسپورتونه بلاک شي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستاني اتباع نورو هېوادونو ته د کډوالۍ پر مهال د غلا، نشه یي توکو، انساني قاچاق، ګدایګرۍ او یو شمېر نورو جرمونو له امله په ګڼو هېوادونو کې بې نظمي را منځته کوي چې په همدې موخه د تېرې اکتوبر په میاشت سعودي عربستان د یوې پرېکړې له مخې د ۴ زره پاکستاني سوالګرو د اېستلو امر وکړ چې له ډلې یې ګڼ شمېر د پنجاب ایالت اوسېدونکي وو.