کندز کې ۹ د اوبو چک ډیمونه جوړیږي

کندز کې ۹ د اوبو چک ډیمونه جوړیږي بیارغونه او پراختیا
کندز کې ۹ د اوبو چک ډیمونه جوړیږي

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددې وزارت له لوري په کندز ولایت کې ۹ چک ډیمونه جوړیږي، چې د ۶ یې عملي چارې د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوند له لوري پیل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه چک ډیمونه د کندز ولایت په ۹ ولسوالیو کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې د شپږو یې عملي چارې پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د یاد وزارت له لوري په بیلابیلو ولایتونو کې د ولسولیو په کچه د یو یو چک ډیم د جوړیدو چاري پیل شوي، چې ویل کیږي د ځمکې لاندې د اوبو ذخیرو په پیاوړو کیدو کې مرسته کوي او د اورښتونو روانې اوبه پکې ذخیره کیږي.

تړلي موضوعات