د پوتین له لوري لاسلیک شوی قانون به د اسلامي امارت نوم له ممنوعه ډلو راوباسي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین له لوري لاسلیک شوی قانون هغو ډلو او سازمانونو سره چې د مسکو ممنوعه نوملړ کې شامل دي، مرسته کولی شي چې له دې نوملړ راووځي.
د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي، دغه تازه لاسلیک شوی قانون به د مسکو د ممنوعه سازمانونو له نوملړ د اسلامي امارت د نوم ویستلو پروسه هم چټکه کړي.
وړاندې تر دې هم د روسیې پارلمان داسې یوه لایحه تصویب کړې وه چې د روسیې حکومت اجازه درلوده چې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وباسي
دا پرېکړې داسې مهال کیږي چې په تېرو درېیو کلونو کې د کابل او مسکو تر منځ اړېکې تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلې او روسیه غواړي له افغانستان سره خپلې هر اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.