افغانستان اسلامي امارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې پاکستان پوځي الوتکو د بمبارد له امله یې ورته خپل شدید احتجاجلیک ورسپارلی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان سفارت ته په ډاګه شوه، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ لخوا د افغانستان د حریم نقضول او ملکیان شهیدانول د ځانګړو پاکستاني کړیو لخوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بېباورۍ د رامنځته کولو هڅه ده.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې شارژدافیر ته وویل شول، چې د افغانستان اسلامي امارت چې د زبرځواکونو پرخلاف د هېواد د دفاع لپاره د اوږدې مبارزې مخينه لري، په هېڅ صورت ورته د هېواد د حريم نقض د منلو نه دی او هېواد د خپلواکۍ او حريم څخه د دفاع لپاره په ټينګ عزم چمتو دي.
په دې اړه خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې شارژدافیر ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بېمسؤلیته کړنې حتما عواقب لري.
د یادونې وړ ده، چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بریدونه وکړل، هغه چې اسلامي امارت ورته توند غبرګون وښود او د ځواب ورکولو خبرداری یې ورکړ.