د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې نه ګوښه کېږي

د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې نه ګوښه کېږي افغانستان
د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې نه ګوښه کېږي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر تېره ورځ په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې وزارت اړوند د ښونیز څار ریاست له مسؤلینو سره کتنه کې د دغه وزارت په اداري تشکیل کې پر وروستیو بدلونونو  او جوړښت خبرې اترې کړې.

د ارګ له لوري خپاره شوي خبر کې راغلي ، چې لیدنه کې ښاغلي عبدالکبیر ویلي، د ا.ا دپالیسۍ له مخې به د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې ګوښه نه شي او د بدلونونو پر مهال به په نورو مناسبوموقفونو کې پر دندو ګمارل کېږي.

خبر کې ویل شوي، چې لیدنه کې د ښوونیز بهیر څار ریاست کارکوونکو غوښتنه کړې، چې د پوهنې وزارت په تشکیل کې د اسلامي امارت لومړنۍ طرحه تطبیق شي.

په همدې حال کې سیاسي مرستیال د یاد وزارت کارکوونکو ته ډاډ ورکړی ، چې په ځانګړي ډول یې د دوی پر پېشنهاداتو غور کړی ، چې د ا.ا د پالیسۍ رڼا کې به اقدام وکړي.

تړلي موضوعات