تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۲ زره مټرېک ټنه انتقالات شوي
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه ویلي، د روان کال قوس میاشتې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۱۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حق شناس په خبره، د خواف هرات بندر له لارې ۲۲۰۲ ټنه، تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴۷۰۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۵۶۳۰ ټنه، حیرتان بندر له لارې څخه ۳۴۹۵۹۹ ټنه، چې ټولټال ۴۵۲ زره ۱۳۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د نوموړي په خبره، د یاد شویو انتقالاتو له ډلې د قوس میاشت کې ۷۷۷ ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د یادونې ده، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو په زیاتوالي سره کاري فرصتونه زیاتېږي او سربېره پر دې ملي عوایدو ګراف لوړیږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسیاینې ته لاره هواریږي.