د امارتي کارکوونکو د تقاعد حقوق د محکمې له حکم پرته اجراء کیږي

د امارتي کارکوونکو د تقاعد حقوق د محکمې له حکم پرته اجراء کیږي افغانستان
د افغانستان مالیې وزارت

مالیې وزارت اعلان کړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د هغو امارتي کارکوونکو د تقاعد حقوق چې له فتحې وروسته یې له معاشونو څخه وضع شوي د محکمې له پرېکړې پرته اجراء کیږي.

 

وزارت زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ مخکې ټول متقاعدین کولای شي، د خپل تقاعد د ثابتولو لپاره اختصاصي محکمې ته عریضه وړاندې کړي چې غوښتنو ته به یې د محکمې له لوري د مالیې وزارت او متقاعد شخص د اړوندې ادارې په همکارۍ د ټاکل شویو کړنلارو او شرعي اصولو له مخې رسېدنه او اجرات ترسره شي.

 

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت څه موده وړاندې د تېرې ادارې د هغو نظاميانو معاشونه هم ورکړل چې د کابل له فتحې مخکې یې معاشونه ځنډېدلی و.

تړلي موضوعات